په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي ګنګ شوانګ د جون په ۲۰مه نېټه د اوکراین مسئلې په اړه د امنیت شورا په غونډه کې له روسیې او اوکراین څخه وغوښتل چې د سولې خبرې اترې جاري وساتي.
ګنګ شوانګ وویل چې د هرې شخړې پای ټکی د خبرو اترو میز دی. چین د اړوندو خواوو د خبرو اترو ملاتړ کوي چې متقابله سیاسي اراده او یو بل ته انعطاف وښيي. نړیواله ټولنه باید د اوربند لپاره ډېر منطقي غږونه پورته کړي، سوله ییزو خبرو اترو ته د ودې ورکولو او د باور او منځګړیتوب د زیاتولو لپاره لازیاتې ډیپلوماټیکې هڅې وکړي، څو د کړکېچ د ژر سیاسي حل لپاره مثبته فضا برابره شي. چین په دې برخه کې له امریکا څخه غوښتنه کوي چې په ډیپلوماټیکو هڅو تمرکز وکړي او بې اساسه تورونه ودروي.































