په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د جون په ۲۰مه نېټه د منځني ختیځ د وضعیت په اړه د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د تاوتریخوالي د کمولو او د وضعیت د ارامولو لپاره خبرې اترې وکړي.
فو څونګ وویل چې د اسرائیل او ایران ترمنځ پوځي شخړې د دواړو خواوو په لوی شمېر ملکي تلفات کړي او تاسیساتو ته یې زیان رسولی دی چې دا لویه غمیزه ده. که شخړه نوره هم پراخه شي، نه یوازې د شخړې اړخونه به ډېر زیانونه وګالي، بلکې سیمه يیز هېوادونه به هم ډېر زیانمن شي. د اسرائیلو کړنې د نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو له اصولو څخه سرغړونه ده، د ایران حاکمیت او امنیت ګواښي او سیمه ییزه سوله او ثبات کمزوری کوي. بېجینګ په څرګنده توګه دغه کړنې غندي.
































