د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو د دایمي کمېټې غړي او د صدراعظم مرستیال دینګ شوی شیانګ د جون په ۱۲مه نېټه د سینټ پیټرزبورګ د ۲۸م نړیوال اقتصادي فورم په عمومي غونډه کې ګډون وکړ او د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو د خپرونې او د څو قطبي نړۍ د پرمختګ د هڅولو تر سرلیک لاندې یې وینا وکړه.
دینګ شوی شیانګ په خپله وینا کې وویل چې اوس نړۍ له چټکو بدلونونو او ډېرو خطرونو سره مخامخ ده او انسانان له ګډو ننګونو سره هم مخ دي. ښاغلي دینګ ۴ وړاندیزونه مطرح کړل. لومړی، موږ باید د مشورې، ګډې جوړونې او شراکت د نړیوالې حکومتولۍ پر مفکورې ټینګار وکړو. دوهم، موږ د پرانیستي او متنوع نړیوال اقتصاد د رامنځته کولو لپاره ګډې هڅې وکړو. درېیم، د مختلفو تمدنونو ترمنځ تبادلې او متقابلې زده کړې ته وده ورکړو. او څلورم باید د نړیوالې سولې او پرمختګ ساتنه وکړو.












