په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جون په ۲۲مه نېټه د امنيت شورا په يوه علني غونډه کې د ايران پر ذروي تاسیساتو چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ تر څار لاندې دي، د امريکا د بريدونو سخته غندنه وکړه.
هغه ويلي، دا چې امريکا د ايران د فوردو، نطنز او اصفهان پر درېيو ذروي تاسيساتو بريدونه کړي، د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو او نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او د ايران پر ملي حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا تېری دی. ده ویلي چې داسې بريدونه د منځني ختيځ د حالاتو د ترينګلتيا سبب کېږي او د ذروي وسلو د نه خپراوي نړيوال سيستم زيانمنوي. د ده په خبره، نړيواله ټولنه بايد عدالت وساتي، د سيمې حالت بايد ارام کړي او د سولې او ثبات د اعاده کېدو په پار بايد واقعي کوښښونه وکړي.
































