
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او د بهرنيو چارو د مرکزي دفتر مدیر وانګ يي د جون په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې د برتانيا له پخواني صدراعظم انټوني بلير او د هند د ملي امنيت له سلاکار اجیت دوال سره وکتل.
وانګ يي له بلير سره د ليدنې پر مهال وويل چې چين د بریتانیا هغه وړانديز ته په درنه سترګه ګوري چې د چين پر وړاندې ثابت، دوامداره او متقابل احترام لرونکې تګلارې غوره کوي او چین غواړي له بريتانیا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا شوي توافقات پلي کړي او د چين او بريتانيا د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
بلير هم په دې خبرو کې وویل چې د چين د څنډې ته کېدو په موخه شوي اقدامات به خامخا له ناکامۍ سره مخ شي. هغه وايي چې د بريتانیا او چين اړيکې ستر اهمیت لري او په وینا يې چې دواړه خواوې بايد د حکومتونو په ټولو کچو او د ټولنې په ټولو برخو کې خبرې اترې او راکړې ورکړې پياوړې کړي او په پراخه توګه متقابلې ګټورې همکارۍ ترسره کړي.
وانګ يي له دوال سره د لیدنې پر مهال وویل چې چین او هند باید د یو بل لپاره د پرمختګ فرصتونه برابروي او یو بل ته ګواښ نه پېښوي او دواړه خواوې به د سیالانو پرځای یو د بل همکاران وي. هغه وايي چې دواړه هېوادونه باید حساسې اختلافي مسئلې په ښه توګه حل کړي او په سرحدي سیمو کې سوله او ارامي وساتي.
دوال په خپلو خبرو کې وویل چې د هند او چین د مشرانو لخوا شوي مهم توافقات د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ لپاره لار په ګوته کړې ده. دی دغه راز وايي چې هند د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئیسه هېواد په توګه د سرمشریزې کوربه توب کې د چین بشپړ ملاتړ کوي.
































