د چین صدراعظم لي چیانګ د جون د ۲۳مې نېټې په ماسپښین په بېجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې د سینګاپور له صدراعظم لارنس وانګ سره خبرې اترې وکړې.
لي چیانګ په خپلو خبرو کې وویل، په دې وروستیو کلونو کې، د چین او سینګاپور اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ژورې شوې دي. دی وايي، چین هیله لري چې له سینګاپور سره له دوه اړخیزو همکاریزو میکانیزمونو څخه په استفادې د کمربند او لار د ګډې ابادۍ لپاره ګډ کوښښ وکړي.
لارنس وانګ هم په دې خبرو کې وویل چې د سینګاپور او چین اړیکې د متقابل درناوي، تفاهم او باور پر بنسټ د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې لاټینګې شوې دي. هغه وايي چې سږ د دواړو هېوادونو د ډیپلوماټيکو اړیکو د جوړېدو ۳۵مه کلیزه ده او سینګاپور په دې مناسبت غواړي له چین سره په مختلفو برخو کې د لوړې کچې تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي او خپلمنځي دوستي او متقابل باور ژور کړي.
































