چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ايران او اسرائيل ترمنځ اوربند

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 25, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ټرمپ د امريکا د ختيځ زون پر وخت د جون د ۲۳مې نېټې د مازدېګر په شپږو بجو پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د اسرائيل او ايران ترمنځ اوربند به تر شاوخوا شپږو ساعتونو وروسته نافذ شي او تر اوربند يوه ورځ وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ ۱۲ورځنۍ شخړه رسماً پای ته ورسېږي.

ټرمپ د جون د ۲۴مې نېټې په سهار وختي يو ځل بيا پر ټولنیزو رسنيو خبر ورکړ، چې د اسرائيل او ایران ترمنځ اوربند نافذ شوی او ښکيلې خواوې باید له اوربند څخه سرغړونې ونه کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د اسرائيل صدراعظم بنجېمين نتانياهو په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې د ډونالډ ټرمپ په غوښتنه یې له ایران سره اوربند منلی دی.

ايراني رسنيو هم د جون په ۲۴مې نېټې خبر ورکړی، چې هېواد يې پر اسرائيل تر څو پړاويزو بريدونو وروسته اوربند منلی دی.

اسرائيل او ايران د اوربند له اعلان وروسته د برياوو اعلانونه کړي دي.

نیتانياهو رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې ټولې جنګې موخې ترلاسه کړي او اوس یې له ايران سره اوربند کړی دی.

د ايران د ملي امنيت عالي شورا ويلي، اسرائيل يې اړ کړی چې يو اړخيز تېری پرې پای ته ورسوي او هم یې د بريا اعلان کړی دی.

دواړو خواوو جګړه درولې او اوربند یې کړی، خو سختو کليمو او لفظي بريدونو ته یې دوام ورکړی دی.

د اسرائيل دفاع وزير اسرايل کاتز د جون په ۲۴مې نېټې ايران د اوربند په ماتولو تورن کړی او ويلي يې دي، چې له اوربند وروسته یې هم پر اسرائيل توغندي ویشتلي دي. نوموړي ويلي، هېواد به یې د ايران د سرغړونو په غبرګون کې چټک ګامونه پورته کړي.

د ايران د وسله والو ځواکونو د لوی درستيز رياست د اسرائيل ياد تورونه رد کړي دي.

د ايران د ملي امنيت عالي شورا بیا خبرداری ورکړی، چې د اسرائيل د هر ډول تېري پر وړاندې به غوڅ ګامونه پورته کړي.

د اسرائيل او ايران ترمنځ اوربند شوی، خو لوړ پوړي چارواکي او حکومتونو يې يو پر بل لفظي بريدونه او تورونه لګوي.

تسنيم خبري اژانس د جون په ۲۴مې نېټې د ايران د سپاه پاسداران په قول ويلي، اسرائيلي ځواکونو په درېیو پړاوونو کې د دغه هېواد پر پوځي مرکزونو بريدونه کړي، چې د همدې نېټې د سهار تر نهو بجو پورې يې دوام درلود.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په يوې اعلاميې کې ويلي، که اسرائيل بیا پر ایران تیری وکړي، نو لویه بیه به یې پرې کړي.

اسرائيل ټايمز هم په همدې ورځ د اسرائيلي چارواکو په قول خبر ورکړی، چې هوايي ځواکونو يې د ايران د دوو توغنديزو بريدونو په غبرګون کې د دغه هېواد د پلازمېنې تهران په شمال کې د رادار پر يوه مرکز بريد کړی دی.

خبر وايي، ټرمپ له نيتانياهو سره په ټليفوني خبرو کې موافقې ته رسېدلی و، چې له اوربند څخه د سرغړونې په بدل کې پر ايران سمبوليک برید وکړي.

ټرمپ د اسرائيل او ایران ترمنځ د اوربند په لومړۍ ورځ پر دواړو خواوو سختې نېوکې وکړې او له اوربند څخه په سرغړونو يې تورن کړل.

ټرمپ ويلي، ايران اټومي وړتيا له لاسه ورکړې او اسرائيل باید سړه سینه وساتي.

د امريکا خبري رسنيو ويلي، چې ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ نيتانیاهو ته څرګند پيغام ورکړی، چې پر ايران بیا بريدونه ونه کړي. خو نيتانياهو يې په ځواب کې ويلي، که ایران له اوربنده سرغړونه وکړي، نو بريدونه به پرې وکړي.

ټرمپ په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو اسرائيل ته خبرداری ورکړی، چې پر ايران بريدونه پای ته ورسوي او دغه هېواد يې له اوربنده پر سرغړونې هم تورن کړی دی.

Previous Post

کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

Next Post

د چین او ايران خارجه وزيرانو ټيلېفوني خبرې وکړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چین او ايران خارجه وزيرانو ټيلېفوني خبرې وکړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پاکستان له زندانونو ۲۸ تنه افغان بندیان ازاد شوي

د پاکستان له زندانونو ۲۸ تنه افغان بندیان ازاد شوي

جولای 3, 2025
ایران د کرونا له وېرې ۱۰۰۰ بهرني بندیان خوشي کړې دي

ایران د کرونا له وېرې ۱۰۰۰ بهرني بندیان خوشي کړې دي

اپریل 22, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ