د چين کمونېست ګوند (CPC) ۱۰۴ کاله مخکې د جولای په لومړۍ نېټې جوړ شوی، تر اوسه یې څه دپاسه یوه پېړۍ مزل کړی او له تېرو ۷۶ کلونو راهیسې پر چین واکمن دی.
د نړۍ هر هېواد، ګوند او ټولنه ښه او بد صفتونه لري، چې نور یې باید له ښېګڼو او ښو کارونو ګټه پورته کړي، نو ما هم په دغې ليکنې کې د همدې په پار د چين د کمونېست ګوند ځينو لاسته راوړنو ته اشاره کړې ده.
دغه ګوند نړۍ ته يو داسې نوی او عصري چین ورپېژندلی، چې پر اقتصادي، ټولنیزو او ساینسي اړخونو سنبال دی او پرمختګ یې ټولو هېوادونو ته يوه نمونه او بېلګه ګرځېدلې ده.
که څوک یې مبالغه ونه بولي او حقیقت درک کړي، نو د چين د کمونېست ګوند لرليد او پياوړو پرېکړو د دغه هېواد د پرمختګ او ودې لپاره يو داسې نوی څپرکی پرانيستی، چې په نننۍ نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي.
فساد یوه سخته ناروغي ده، چې د بېلا بېلو هېوادونو ګوندونه د حکومتولۍ په بهیر کې ورسره مخ دي، خو یو ګوند د فساد د له منځه وړلو لپاره په لومړي ګام کې ځاني انقلاب ته اړتیا لري.
د چين کمونېست ګوند د نورو هېوادونو د سیاسي ګوندونو برعکس، چې له فساد سره د مبارزې لپاره پر ټاکنو او يا خپلو ګټو تکیه لري، د “خپلواک انقلاب” میتود غوره کړی دی.
د چين کمونېست ګوند د اصلاحاتو روحيې ته ژمن او سخت معيارونه پلي کوي او په دې برخه کې مصلحت ته هیڅ ځای نه ورکوي.
د چین د اوږدمهاله ټولنیز ثبات رېښه د چيني شکله سوسیالیزم په نظام کې نغښتې ده، چې پکې د کمونېست ګوند مشرتابه یو بنسټیز اصل او تر ټولو ستر ځواک بلل کېږي.
حقیقتونو ثابته کړې، چې کله د ګوند حکومتولي د “پانګيزې واکمنۍ او دوراني ټاکنو” له بڼې څخه د “ځان پاکولو او د خلکو څار” ته مخه کړي، نو بې له شکه سیاسي ثبات او د حکومتولۍ اغېزمنتوب ترلاسه کولی او د بېلا بېلو هېوادونو د سیاسي ګوندونو لپاره د حکومتولۍ یوه نوې بڼه برابرولی شي.
د چین د کمونېست ګوند د ځاني انقلاب تیوري او عملونه د دې ښکارندويي کوي، چې د سیاسي تمدن تنوع باید په یوه ماډل پسې محدوده نه شي، بلکې بېلا بېل هېوادونه باید د یو بل د حکومتولۍ تجربې زده او په ګډه بشري سیاسي تمدن ته وده ورکړي.
په هغو هېوادونو کې چې سیاسي ګټې د ولس له هوساینې او سوکالۍ پورته ګڼل کېږي، ټولنیزه ګډوډي، نابرابري او بې ثباتي او ناارامي موجوده وي.
د چين کمونېست ګوند په خپل ۱۰۴ کلن مزل کې د ګڼو ستونزو او ننګونو پر وړاندې بریاوې ترلاسه کړي او خپل هېواد یې د پرمختګ پر لاره روان ساتلی دی.
دغه ګوند نږدې يو نیم ميليارډ نفوس اداره کوي، د خلکو ترمنځ يې يووالی ساتلی، د کورنيو او بهرنيو ګواښونو پر وړاندې يې سختې مبارزې کړي او اقتصادي کړنلارو یې په کوردننه د بېوزلۍ رېښې غوڅې کړې دي.
د چين کمونېست ګوند په کور دننه ټول قومونه متحد او يو موټي ساتلي، د ولس ګټو او سوکالۍ ته یې لومړيتوب ورکړی، اقتصادي وده یې د خلکو د ژوند له ښه والي سره تړلې او د فقر او وبایي ناروغیو پر وړاندې يې سختې مبارزې کړې دي.
چينايان نن له لوړو عوایدو برخمن دي، ماشومان او ځوانان يې ښې زده کړې کوي، هر اړخيزې روغتيايي اسانتياوې او خوندي چاپېريال لري او د ښاري پرمختګ له ډېرو ثمرو برخمن دي.
د چين کمونېست ګوند د اصلاحاتو، پرمختګ او ثبات ترمنځ د توازن ارزښت درک کړی او همدا لامل دی، چې نن هر چینایي وګړی د اطمینان، خوشالۍ او امن احساس لري او چین اوس د نړۍ له خوندي هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
د چين د کمونېست ګوند يوه بله ستره ځانګړنه دا ده، چې دغه ګوند چيني شکله سوسیالېزم نه یوازې ژوندی ساتلی، بلکې لا یې پیاوړی کړی او د هېواد په نظام کې یې نوښتونه راوستلي دي.
د يادونې ده، د ۲۰۲۴م کال تر پایه د چين د کمونېست ګوند د غړو شمېر له ۱۰۰.۲۷ میلیونه څخه پورته و، چې دا د ۲۰۲۳م کال پرتله شاوخوا يو ميليون او ۹۰ زره زیاتوالی ښيي او د همدې کال تر پایه دغه ګوند د هېواد دننه ۵.۲۵ میلیونه بنسټیزې تنظیمې څانګې درلودې، چې دا بیا د تېر کال پرتله ۷۴ زره زیاتوالی ښيي.
د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې شاوخوا ۲.۱۳ میلیونو چينايانو د چين د کمونېست ګوند غړیتوب ترلاسه کړی، چې په دغه شمېر کې ۵۲.۶ سلنه یې په کارګرو او بزګرې طبقې پورې تړاو لري، ۵۴.۴ سلنه یې لوړې زده کړې لري او ۸۳.۷ سلنه یې ۳۵ کلن یا تر دې کم عمره ښودل شوي دي.
د همدې کال تر پايه د چين د کمونېست ګوند د ښځينه غړيو شمېر ۳۱ ميليونه ښودل شوی، چې دا د ټولو غړيو ۳۰.۹ سلنه جوړوي او دا بیا د وړم کال د ورته شمېر په پرتله ۰.۵ زياتوالی ښيي.
د چين کمونېست ګوند (CPC)په دې هڅه کې دی، چې د هېواد دننه بنسټیزې تنظیمې څانګې پیاوړې کړي او ګوندي غړي په لوړو معیارونو ورزوي او چین ته د یو ځواکمن هېواد بڼه ورکړي او د چيني شکله عصري کېدو پر لارې د ملت بیا سمسورتيا ته ملاتړ برابر کړي.












