د چين د احصائيې ملي ادارې د جون په ۲۷مه نېټه تازه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د دې هېواد د لويو صنعتي تصديو عمومي ګټې ۲ ټريليونو، ۷۲۰ ميلياردو او ۴۳۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې د لومړيو څلورو مياشتو په پرتله ۶۰۳ ميليارده او ۴۱۰ ميليونه يوانه زياتې شوې دي.
له دې کبله چې تقاضا کافي نه ده او د صنعتي توليداتو بيې ټيټې شوې، د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د لويو صنعتي تصديو ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱ اعشاريه ۱ سلنه ټيټې شوې دي.
































