په دې ورځو کې راپورونه وايي چې په افغانستان په ځانګړې توګه د کابل په شمول مرکزي ولایتونو کې د تودوخې څپه راغلې او خلک يې په اندېښنه کې اچولي دي.
کار پوهان وايي چې په غیر نورمال ډول د هېواد ډېر ګرمېدل او یا ډېر یخېدل د اقلیمي بدلونونو له اغیېزو څخه دي.
اقلیمي بدلون یوه نړیواله معضله ده خو منفي اغېزې يې په وروسته پاتې هېوادونو کې ځکه ډېرې کېدای شي چې هلته د برېښنا د کمښت او یا نشت له امله خلک په ژمي کې د خپلو کورونو د ګرمولو او په اوړي کې د سختې ګرمۍ پرمهال د کورونو د سړولو امکانات نه لري چې له دې امله د ماشومانو او ضعیفو کسانو ژوند له خطر سره مخ کېږي.
اوس داسې راپورونه دي چې د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې د تودوخې څپه یا روانه ده او یا رسېدلې چې له امله يې له کورنیو سره د خپلو ماشومانو او ضعیفو کسانو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دا یوازې افغانستان نه دی چې د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو سره مخ دی، بلکې لکه مخکې چې اشاره وشوه، دا یوه نړیواله معضله ده نو باید د مخنیوي لپاره يې هم نړیوال اقدامات وشي.
په دې برخه کې تراوسه په نړیواله کچه ځینې اقدامات شوي هم دي خو ستونزې ته په کتو دا کارونه کافي نه دي او باید لا جدي، مؤثر او پراخ اقدامات وشي.
اقلیم د یوې سیمې جغرافیايي اب و هوا شرایطو ته وايي، لکه رطوبت، د اټمسفر فشار، باد، اورښت او د هوا شناسۍ نور مشخصات چې په نسبتا اوږده وخت کې رامنځته کېږي.
د ځکمې کرې په جوړښت کې تر ټولو اساسي او مهم عامل اقلیم دی چې انسان، طبیعت او د ځمکې پرمخ نور ټول ژوندي موجودات له اقلیمي شرایطو اغېزمنېږي نو ځکه د هر وطن اقلیم ډېر مهم ګڼل کېږي او په همدې دلیل لومړنیو انسانانو اوبو او خوړو ته د لاس رسي په موخه د اوسېدو لپاره مناسب اقلیم انتخاباوه او هلته به مېشتېدل.
که په لنډو ټکیو يې ووایوو نو اقلیم د انسان د ژوند د دوام لپاره ډېر مهم او اساسي رکن دی او که اقلیم نه وي نو ژوند به نه وي.
په ۲۰۱۵ میلادي کال د یو شمېر هېوادونو د هڅو په نتیجه کې د اقلیمي بدلون د مخنیوي د نړیوال سازمان کنوانسیون جوړ شو او لومړی غونډه يې په همدې کال په پاریس کې وکړه.
اوس هم ټاکل شوې د روان کال په نوامبر کې په برازيل کې د اقلیمي بدلون د مخنیوي نړیوال کنوانسیون د غړیو هېوادونو ۳۰مه غونډه یا (سي، او، پي ۳۰) جوړه شي.
په دې غونډه کې به یو ځل بیا له دولتونو وغوښتل شي چې د اقلیمي بدلونو د اغېزو د کمولو لپاره دې خپلې هڅې زیاتې کړي.
کار پوهان وايي چې د زرغون چاپېریال زیاتول، د نفتي او نورو انرژیو پر ځای د پاکې او تجدید پذيرې انرژۍ کارول هغه څه دي چې د اقلیمي بدلون په مخنیوي کې مهم ثابتېدای شي.
خو دا کار هم هغه وخت ممکن دی چې لوی او صنعتي هېوادونه وغواړي د خپلو صنعتي کارونو په برخو کې د نفتي او نورو انرژيو پر ځای پاکې او تجدید پذيرې انرژۍ ته ځای ورکړي او د دې تر څنګ د صحراوو د کرولو او مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
چین چې له کلونو راهیسې يې په خپل هېواد کې د صحراوو د زرغونېدو، د ککړې انرژۍ پر ځای د پاکې او تجدید پذیره انرژۍ ته د ځای ورکولو سټراټیژي غوره کړې نو ځکه د نړۍ په تېره بیا اسیايي هېوادونو تمه دا ده چې له دې هېواده تجربې زده او په خپلو هېوادونو کې يې عملي کړي.
یوه شمېرنه ښيي چې چین یوازې د ۲۰۲۲ میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې له پنځه میلیون ډېر برېښنايي موټر تولید کړي وو.
په داسې حال کې چې دغه تولید له هماغه وخت وروسته هم په چټکۍ سره روان دی او که له ۲۰۲۲ کال را وروسته هرو لسو میاشتو کې د پنځه میلیون موټرو تولید فرض کړو نو اوس به دغه شمېر له سل میلیون عرادو هم ډېر شوی وي.
دغه هېواد په نړیواله کچه د تجدید پذیره انرژۍ یو لوی او اصلي مرکز ګڼل کېږي د پاکې انرژۍ تولید شوي موټر يې نه یوازې په داخل، بلکې اروپا او امریکا په شمول يې د نړۍ ډېرو سیمو ته صادر کړي دي.
چین دغه راز زرګونه هیکټاره صحراوې هم شنې کړې او تقریبا ټول غرونه يې د پاکې انرژۍ پرمټ زرغون کړي دي چې دا کارونه يې په نړیواله کچه د تجربې او زده کړې وړ دي.
د افغانستان سرپرست حکومت هم د تجدید پذیره انرژۍ د تولید په برخه کې لېوالتیا لري او څو ورځې مخکې د صنعت او تجارت وزارت په دې اړه جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې په دې برخه کې د پانګونې په صورت کې حکومت د کارخانو د اړتیا وړ برېښنا برابرولو لپاره د تولید شوې انرژۍ پېرلو ته چمتو دی.
که څه هم د هر هېواد اقدامات او هڅې پر خپل ځای مهمې او د اهمیت وړ دي، خو تر څو چې لوی هېوادونه په دې برخه کې جدي او عملي اقدامات ونه کړي، د اقلیمي بدلون مخنیوی نا ممکن برېښي.
که چېرې نړۍ او په تېره بیا ستر صنعتي هېوادونه د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې جدي او سملاسي عملي اقدامات ونه کړي نو دا معضله به په تدریج سره د هستۍ نظام ته یو جدي ګواښ پېښ کړي.
نتیجه:
افغانستان چې په وچه کې محصور هېواد دی او داسې وچ غرونه او دښتې لري چې بادي او لمریزې انرژۍ تولید لپاره ډېر مناسب دي نو په علمي او مسلکي برخه کې که له چین څخه همکاري وغواړي تر څو له یوې خوا غرونه او دښتې شنې او زرغونې شي، خلکو ته به د کار پرېمانه فرصتونه برابر شي او له بلې خوا به د پاکې انرژۍ یو تولیدي مرکز شي او تر ټولو مهمه دا چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې به مهم، دایمي او منطقي اقدام شوی وي.












