د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جون په ۳۰مه نېټه يوه غونډه تر سره کړه او پکې يې «د مرکزي حکومت د پريکړو او تګلارو لپاره د اړوندو چارو د مشورې او همغږۍ په هکله کاري مقرراتو» ارزیابي کړي دي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه غونډې مشري وکړه.
په دغه غونده کې ويل شوي، د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د پريکړو او تګلارو د اړوندو چارو د مشورې او همغږۍ ارګان جوړول به د مهمو کارونو لپاره د دغه ګوند د مرکزي کمېټې مشرتابه او د مهمو دندو د تطبيق لپاره مهم ميکانيزم ترتيبول وي.










