د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ۲مه نېټه اعلان وکړ چې صدراعظم لي چيانګ به د جولای له ۵مې تر ۸مې نېټې پورې د برازيل په ريو دي جنيرو کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۷مه غونډه کې ګډون وکړي.
د یادونې ده چې لي چیانګ به د مصر د لومړي وزیر مصطفی کمال مدبولي محمد په بلنه د جولای له ۹مې تر لسمې نېټې پورې قاهرې ته هم رسمي سفر وکړي.































