د کوریا جمهوريت ولسمشر لي جي میونګ د جولای په درېيمه وويل، چې حکومت به يې له چين سره اړيکې ژر ښې کړي.
نوموړي د همدې ورځې په سهار د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې حکومت يې له امريکا سره پر ټینګو منسلکو اړيکو او دغه راز له امریکا او جاپان سره پر نږدې همکاريو ټينګار لري.
ده دغه راز ویلي چې له چين او روسيې سره به اړيکې ژر ښې کړي او پر دې اساس به د ملي ګټو پر محور عملي ډيپلوماتيکې پاليسۍ غوره، سولې او د خلکو ژوند ته به لومړیتوب ورکړي.
نوموړي د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت سره د اړيکو په اړه وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې به پيل شي او د خبرو او همکاريو له لارې به په سوله کې د دواړو خواوو د ګډ ژوند لار موندلو لپاره کار وشي.
































