د چین د دولت رئیس مرستیال هان جنګ د جولای په ۳مه نېټه په بېجینګ کې د نړیوالې سولې د ۱۳م فورم په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او وینا یې وکړه.
هان جنګ په خپله وینا کې وویل چې اوس نړۍ له چټکو بدلونونو سره مخامخ ده، نړیوالې او سیمه ییزې مسئلې یو په بل پسې راپورته کېږي او نړیواله سوله او پرمختګ له سختو ننګونو سره مخ دی. ده زیاته کړه چې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو او د نړیوال پرمختګ، امنیت او تمدن وړاندیزونه وړاندې کړل چې د بشر د سولې او پرمختګ پورې اړوند لویو مسئلو د حل لپاره د چین لایحې برابروي.
هان جنګ وویل چې چین غواړي د نړیوالې سولې او سوکالۍ د ودې او په ګډه د غوره نړۍ د جوړولو لپاره له ټولو هېوادونو سره ګډ کوښښ وکړي. هغه ۴ وړاندیزونه وړاندې کړل. لومړی، باید له تاریخ څخه زده کړه وشي او په ګډه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال نظم وساتل شي. دوهم، باید پر یووالي او همکارۍ ټینګار وشي او په ګډه د نړیواله حکومتداري ښه شي. درېیم، باید پر ورخلاصون او همکارۍ ټینګار وشي او په ګډه د نړۍ سوکالۍ او پرمختګ ومومي. څلورم، باید په ګډه د عصري کولو په لور حرکت وشي.












