د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۴مه نېټه په پاريس له خپل فرانسوي سيال جيان نوېل باروټ سره د چين او فرانسې ترمنځ د لوړې کچې د کلتوري تبادلې ميکانيزم د اوومې غونډې مشري کړې.
وانګ يي ويلي، چې چيني او فرانسوي لوري بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې موافقې له مخې د دواړو هېوادونو د کلتوري تبادلې لا نورې ژورې کړي، څو د چين او اروپا ترمنځ د نړيوالو کلتوري تبادلو لپاره ښه نمونه جوړه کړي، او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره بنسټ ټينګ کړي. هغه وړانديزونه ورکړي، چې دواړه خواوې دې د ځوانانو تبادلې پیاوړې کړي، محلي همکارۍ دې ژورې کړي، د خلکو د تګ راتګ لپاره دې اسانتياوې برابرې کړي او پر نوښت دې ټينګار ولري.
باروټ ویلي، چې هېواد به يې راتلونکي ته پر کتو او د ورخلاصون پر روحيې ټينګار وکړي، له چين سره به د تعليم، کلتور، علمي څېړنو، ځوانانو، فلمونو او نورو چارو په برخو کې تبادلې او همکارۍ زياتې کړي، څو خپلمنځي همکاريزې اړيکې لا نورې نژدې، باکيفيته او تلپاتې شي.































