د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جولای په ۴مه نېټه په پاریس کې له خپل فرانسوي سيال جيان نوېل باروټ سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
وانګ يي د ایران د اټومي موضوع او د منځني ختیځ د اوسني وضعیت په اړه د خبریالانو پوښتنې په ځواب کې وویل، د سولې لاره زموږ تر پښو لاندې ده او تاریخ به وښيي چې څوک صميميت لري. نوموړي زیاته کړه، چې جګړه د ایران اټومي ستونزې نه شي هوارولای، امریکا د یوه خپلواک هېواد اټومي تاسیسات بمبار کړل او بې ساری بد مثال یې جوړ کړی دی.
نوموړي وويل، چې زور او ځواک رښتینې سوله نشي راوستلی.
وانګ يي د ایران د اټومي ستونزې کلیدي موضوع د فلسطین مسئلې ته اشاره وکړه او په وينا يې، (د دوو هېوادونو طرحه) د دې مسئلې یوازینۍ عملي حللار ده.
نوموړي له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په دې برخه کې زیات واقعي او اغېزمن ګامونه واخلي.































