د بريکس هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ فورم په ځايي وخت د جولای په ۵مه نېټه د برازيل په ریو دي جانیرو کې پرانيستل شوی. د برازيل ولسمشر لويز لولا او مرستيال ولسمشر جېرالدو الکمين د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی.
لولا يادو مراسمو ته په خپله وينا کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره د بريکس هېوادونو خدمتونه مهم بللي او ويلي يې دي، چې اوسمهال د نړۍ په جي ډي پي کې ۴۰ سلنه د بريکس غړيو هېوادونو ونډه ده او د هغه په خبره، په ۲۰۲۴م کال کې د بريکس هېوادونو د اقتصاد زياتوالی ۴ سلنې ته رسېدلی دی او په عين وخت کې د نړۍ د اقتصاد زياتوالی يوازې ۳ اعشاريه ۳ سلنه ښودل شوی دی.
لولا ويلي، چې اوسمهال نړۍ کې د پروټېکشنيزم څپه پورته شوې، له دې امله مخ پر ودې هېوادونه بايد په ګډه سره د نړۍ د څواړخیز تجارت سيسټم خوندي وساتي او نړيوال پولي چوکاټ دې له سره جوړ کړي.
































