د ایران د روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۳۸۲۵ نوې پېښې ثبت کړې دي. د دې وزارت د شمېرو له مخې، په یاده موده کې ۲۱۱ تنه په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله مړه شوي دي. په ایران کې د کرونا وبا خپرېدا یو وار بیا زیاته شوې او اوس په دې هېواد کې په دې وبا د اخته کسانو تایید شوی شمېر تر ۴ لکه ۶۰ زره اوړي. همداراز په دې هېواد کې تر ۲۶ زره ډېر کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.
































