د چين دولت رئیس شي جين پينګ پدې وروستيو کې د امريکا د ماريلنډ د پيکلبال لوبو د تنکيو ځوانانو لوبغاړو پلاوي ته ځوابي پيغام واستاوه.
شي جين بينګ په ۲۰۲۳م کال په یو نوښتي اقدام کې ویلي و چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به ۵۰ زره امریکايي تنکي ځوانانو ته د سفر بلنه ورکړي. د امریکا د مريلنډ د پيکلبال لوبو د تنکيو ځوانو لوبغاړو پلاوي د همدې نوښت له مخې د روان کال په اپريل کې چين ته سفر وکړ او له سفر وروسته يې شي جين پينګ ته د منننې لیک واستاوه.
شي جين پينګ دغه پلاوي ته په ځوابي پيغام کې چين ته د سفر د بريا له امله نوموړي ته مبارکي وويله او په وينا يې، د امريکا او چين د اړيکو راتلونکي په ځوانانو پورې اړه لري او هيله يې ښودلې، چې د دغه پلاوي غړي د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيکو د نوي نسل جوړوونکي شي او د دواړو هېوادونو د خلکو د دوستۍ لپاره زیات خدمتونه وکړي.































