د چین صدراعظم لي چیانګ د جولای په ۶مه نېټه د برازيل په ریو دي جانیرو کې د بریکس هېوادونو د مشرانو ۱۷مې غونډې په څنډه کې له خپل اتوپیايي سیال ابي احمد علي سره وکتل.
لي چيانګ په دې لیدنه کې وویل، د چین او اتوپيا سیاسي اړیکې له ۵۵ کلونو راهیسې ټينګې شوې، دواړو هېوادونو تل یو له بل سره صمیمي رویه غوره کړې او همکارۍ یې د چین او افریقايي هېوادونو د همکاریزو اړیکو په سر کې ځای لري. چین غواړي له اتوپیا سره هراړخیزې اړیکې ټينګې کړي.
ښاغلي ابي احمد علي هم وویل، اتوپیا د چین د باور وړ ستراتېژيک همکار دی او له چین څخه مننه کوي چې له اوږدې مودې راهیسې یې د اتوپیا له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سره مرستې کړې.
هغه په بېجینګ کې د چین او افریقا د همکارۍ فورم په سرمشریزه کې د شویو ژمنو د عملي کولو په اړه د چین کوښښونه ستایلي او په ډاګه کړې يې ده چې اتوپيا غواړي له چین سره د لوړې کچې راشه درشه زیاته کړي تر څو د دواړو لوریو اړیکې نورې ټينګې شي.
































