د چین د لان جو د ۳۱مې دورې سوداګريز نندارتون د جولای د ۶مې نېټې په سهار د ګان سو ولایت په لان جو ښار کې پرانيستل شو. د چین او نړۍ له ۲۰۰۰ څخه زیات شرکتونه په دې نندارتون کې ګډون وکړ.
د دې نندارتون د «فرصتونه شریکول ، په ګډه پرمختګ کول، او سمسورتیا رامنځته کول » تر موضوع لاندې ترسره کېږي. اندونیزیا د عمده مېلمه هېواد په توګه برخه اخلي. د جرمني، هسپانیا، روسیې، مالیزیا، ایران په شمول له شلو څخه د زیاتو هېوادونو په چین کې مېشت ډپلوماتیکو سفارتونو، سوداګریزو او صنعتي سازمانونو، او د چین د اتلسو ولایتونو او سیمو او د هانګ کانګ ځانګړې اداري سیمې استازو ګډون کړی دی. په سږني نندارتون کې د بهرنیو مېلمنو شمېر او د هغو سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو شمېر چې د بهرنیو مېلمنو په ګډون ترسره کېږي، د تېر په پرتله زیات دی.
تر اوسه پورې د روان کال د لان جو سوداګريز نندارتون د پانګونې په اړه ۱۱۸۱ تړونونه لاسلیک شوي دي، چې عمومي ارزښت یې له ۶۵۰ میلیارډو یوانو څخه زیات دی. دا تړونونه د نوي انرژۍ او تجهیزاتو تولید، ځانګړو کرنیزو محصولاتو او د خوراکي توکو پروسس او ډیجیټلي معلوماتو په ګډون بېلابېلو برخو سره تړلي دي.
































