د چين صدراعظم لي چيانګ د جولای په ۸مه نېټه د برازيل په ريو دي جنيرو کې د چيني تصديو په يوه سمپوزيم کې ګډون وکړ.
په دې سمپوزیم کې د چين بانک، لوی ديوال موټر په نوم کمپنۍ او دولتي برېښنايي شبکې په ګډون د یو شمېر چیني تصدیو مشرانو ګډون وکړ.
لي چيانګ په دې سمپوزيم کې وويل، چې په دې وروستيو کلونو کې، بهر کې د چيني تصديو د پرمختګ سرعت ګړندی شوی او په نړیواله کچه يې د سوداګرۍ وړتياوې زیاتې شوې دي.
ده زیاته کړه چې اوس مهال نړيوال اقتصادي او سوداګريز جوړښتونه له ژورو بدلونونو سره مخ دي، يو اړخيزتوب او محافظت پالنې د زياتېدو په حال کې دي.
خو د ده په وینا، په ورته وخت کې د علمي او ټکنالوژيکي انقلاب او صنعتي بدلون نوی پړاو ژورېږي، چې تصديو ته هم ننګونې او هم فرصتونه راوړي.
د ګډونوالو تصدیو استازو ويلي، چې چیني تصدۍ به د خپلو ګټو او ځانګړتیاوو سره سم ګډې همکارۍ پیاوړې کړي، د مالي، انرژۍ، کرنې او ټکنالوژۍ په ساحو کې به نوښتونه پراخ کړي، ترڅو د چین او لاتینې امریکا هیوادونو تر منځ اقتصادي اړيکې لا زیاتې شي.
































