د چین میډیا ګروپ اړوند سي جي ټي اېن عمومي چینل د وزیرانو په کچه د نړۍ د تمدونونو کنفرانس په درشل کې د چین د ژن مین پوهنتون سره په ګډه د ۴۱ هېوادونو د ۱۲ زرو کسانو نظر پوښتنه ترسره کړې ده.
په دې نظر پوښتنه کې ګډون کوونکو د تمدنونو ترمنځ تبادلې او متقابلې زده کړې د نړیوالې سولې او بشري تمدن د پرمختګ لپاره مهم محرک ځواک بللی او کلتوري ساتنه او نوښت يې د انساني ټولنې د عصريتوب د پرمختګ او نوښت لپاره مهم بللي دي.
د دې نظر پوښتنې ۹۰ اعشاريه ۸ سلنه ګډون کوونکي په دې اند دي چې تمدني او کلتوري تنوع ته درناوی لرل د نړیوالې ټولنې بنسټيز اصول دي او ۹۰ اعشاريه ۲ سلنه يې دا نظر لري چې د نړيوالو ننګونو حل د بېلا بېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري او هېڅ هېواد هم له دغو ستونزو او ننګونو څخه پخپله خوندي نشي پاتې کېدای.
د نظر پوښتنې ۸۸ اعشاريه ۵ سلنه ګډونوال په دې نظر دي چې د کلتوري نوښت او د عنعنو ساتل ډېر مهم دی.
دغه راز ۸۹ اعشاريه ۴ سلنه ګډونوالو پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې په نړیواله کچه دې کلتوري تبادلې زیاتې کړي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو متقابل تفاهم ده دې وده ورکړي.































