د امريکا د تعرفو د ځنډ ياده ۹۰ ورځنۍ موده پای ته په رسېدو ده او ډېری هېوادونه هڅې کوي، چې یو سوداګريز تړون ته ورسره ورسېږي.
تراوسه ډېر لږ شمېر هېوادونه توانيدلي، چې له امريکا سره يوې داسې هوکړې ته ورسېږي، چې دواړو لوريو ته د منلو وړ وي. خو شنونکي بیا وايي، د امريکا او د ځينو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې هوکړې د سازشونو او فشارونو تر سيوري لاندې ترسره کېږي.
کله چې امريکا پر کاناډايي توکو لوړې تعرفې ولګولې، نو کاناډا هم ورته ګام واخيست او پرېکړه یې وکړه، چې د امریکايي ټېکنالوژۍ پر سترو شرکتونو به لوړې تعرفې ولګوي، خو د خبرو مېز ته د امريکا د راوستلو لپاره يې خپله ياده پرېکړه بېرته واخيسته.
برېتانيې تر ټولو مخکې د امريکا د تعرفو پر وړاندې سوداګریزې خبرې پيل کړ او پر امريکايي کرنيزو محصولاتو يې د نورو لوړو تعرفو ګواښ وکړ، خو ډېر ژر له خپله دريځه پر شا شوه.
کاناډا او برېتانيې خپل دریځونه ډېر ژر بدل کړل او شا تګ یې وکړ او دغو کړنو يې امريکا ته نور جرئت هم ورکړ، چې پر نورو او حتی پر خپلو متحدو هېوادونو لا زيات فشارونه واچوي او خپلې غوښتنې پرې ومني.
امريکا هڅه کوي، چې هندوستان يې د کرنيزو توکو او په ځانګړې توګه د سويابینو او شيدو جوړ محصولاتو لپاره د بازار دروازه پرانيزي.
امريکا د جاپان د موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې لګولي او هڅې کوي، چې جاپاني تولیدات له خپل بازار لرې وساتي او په ورته وخت کې يې بیا فشار پرې اچولی، چې په ډېرې اندازې ترې سویابین، وريجې او جوار واخلي.
د امريکا او د يادو هېوادونو ترمنځ خبرو اترو د تعرفو شخړه سخته کړې او نړيواله سوداګري یې له بندښت او درېدلي حالت سره مخ کړې ده.
امريکا څه غواړي؟
امريکا نه غواړي، چې کوم هېواد يې د مشروع او نامشروع لارو پر وړاندې خنډ وګرځي او هڅې کوي، چې خپلو هدفونو ته ورسېږي او د همدې لپاره پر ټولو هېوادونو او حتی پر خپلو ملګرو هېوادونو هم فشارونه اچوي.
سویابین د امریکا د سوداګریزو مذاکراتو یوه مهمه موضوع ده.
امريکا د نړۍ تر ټولو ستر کرنیز صادروونکی او د سویابینو دویم لوی صادرونکی هېواد دی او په ۲۰۲۴م کال کې یې تر ټولو ستر بازارونه چین او اروپايي ټولنه وو.
امريکا اوسمهال له اروپايي ټولنې او چين سره سوداګريزه جګړه لري او په دې هڅه کې ده، چې هند او برېتانيا ترې سويابين او نور کرنيز توکي واخلي او محصولاتو ته يې بازار پرانيزي.
امريکا او ويتنام يو نوی سوداګريز تړون کړی، چې له مخې به یې امريکايي توکي بې له تعرفې ويتنام ته داخلېږي، خو پر هغو ويتنامي محصولاتو، چې امريکا ته صادرېږي، ۲۰ سلنه ماليه لګول شوې ده او ورسره د درېيم هېواد هغه توکي، چې د ويتنام له لارې امريکا ته داخلېږي، ۴۰ سلنه تعرفه وضعه شوې ده.
امریکا د لوړو تعرفو او ګواښونو پرمټ خپلې موخې تعقيوي، زور او ځواک کاروي او نور هېوادونه د خپلو غوښتنو منلو ته اړ باسي.
































