د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۱مه نېټه د سورينام نوې منتخبې ولسمشرې جېنيفر سيمونس ته د مبارکۍ پيغام لېږلی.
شي جين پينګ ويلي، چې سورينام په کاربین سيمه کې د چين ستراتيژيک همکار او ملګری دی.
ده ویلي چې دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو له جوړېدو راهيسې په تېرو ۴۹ کلونو کې خپلمنځي اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکړی دی، په بېلابېلو برخو کې يې ډېر زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي او په څواړخيزو چارو کې يې نږدې همغږي ساتلې ده. هغه زیاته کړې، چې د چين او سورينام ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له ولسمشرې سيمونس سره په ګډه هڅه وکړي، څو متقابلې ګټې لرونکې او دوستانه همکارۍ زياتې کړي، د دواړو هېوادونو ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې نور ېپياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي.
































