د ښاري چارو په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزې کمېټې کاري غونډه د جولای له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.
رئيس شي په خپله وينا کې په نوې زمانه کې د چين د ښاري پرمختګ لاسته راوړنې بیان کړې، د ښاري کارونو مخ وضعيت يې جاجولی او د دغو کارونو د ښه ترسره کولو لپاره يې عمومي اصول روښانه کړي دي.
د چين صدراعظم لي چيانګ په دې غوڼده کې د رئيس شي د مهمې لارښوونې د پلي کولو او د ښاري کارونو د لا ښه ترسره کولو لپاره اړوند ترتيبات ونيول.
































