چين د جولای په ۱۴مې نېټې د روان ۲۰۲۵م کال په تېرو شپږو مياشتو کې د بهرنۍ سوداګرۍ راپور خپور کړی دی.
د چين د ګمرکاتو شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۱ اعشاريه ۷۹ ټريليونو يوانو ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي او د زياتوالي انډول يې د تېرو پنځو مياشتو په پرتله صفر اعشاريه ۴ زیات شوی دی.
د روان کال په لومړيو ۶ مياشتو کې د چين د صادراتي توکو ارزښت ۱۳ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی او د تېرو ورته ريکارډونو په پرتله لوړوالی ښيي. په ورته موده کې يې د وارداتي توکو ارزښت ۸ اعشاريه ۷۹ ټريليونه يوانه و، که څه هم دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲ اعشاريه ۷ سلنه کموالی ښيي، خو د کموالي انډوال يې د تېرو پنځو مياشتو په پرتله په سلو کې يو اعشاريه يو ټيټ شوی دی.
د چين د ګمرکاتو ملي ادارې مرستيال وانګ لينګ جون په همدې ورځ د دغه راپور د خپرېدو په اړه د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر يوې خبري ناستې ته ويلي، چې چين په روان کال کې د پېچلي او سخت نړيوال وضعت پر وړاندې د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې د اندازې زياتوالی، د کيفيت لوړوالی او د بدلېدونکو عواملو کنټرول رامنځته کړی دی. نوموړي دغه کار اسان نه دی بللی.
د حجم له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د وارداتي او صادراتي توکو عمومي ارزښت له ۲۰ ټريليونو يوانو پورته و او دغه شمېر یې د تېرو دورو ريکارډونه مات کړي دي. په تېر جون کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت او هم يې صادراتي او وارداتي ارزښتونه زيات شوي او د زياتوالي سرعت يې د چټکېدو په حال کې دی.
د کيفيت له مخې، د چين هغو تصديو، چې بهرنۍ سوداګري کوي، د نړۍ د انرژۍ جوړښت د بدلون په جريان کې د باکيفيته او زرغون توليداتو اکمالات زيات کړي او د نړيوالې سوداګرۍ په سيالۍ کې يې نوې برخې پراخې کړې دي.
چيني تصديو د روان کال په نيمايي کې بهر ته د ۷ اعشاريه ۸ ټريليونو يوانو په ارزښت ماشينونه او برقي توکي صادر کړي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي او د صادراتي توکو د عمومي ارزښت ۶۰ سلنه جوړوي. په دغو صادراتي توليداتو کې د نوي کيفيت د توليدي قوتونو په تړاو د عصري ماشينونو ونډه او د زرغونتوب او ټيټ کاربون ايستنې د توليداتو ونډه په جلا جلا توګه ۲۰ سلنه او ۱۲ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.
د بدلېدونکو عواملو له مخې، د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د ملګرو کړۍ نوره هم پراخه شوې ده.
د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين او شاوخوا ۱۹۰ هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات زيات شوي او د چين د هغو سوداګريزو ملګرو شمېر ۶۱ ته رسيدلی، چې د بهرنۍ سوداګرۍ حجم یې له ۵۰ ميليارډو يوانو څخه پورته دی او د همدغو هېوادونو شمېر یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ زيات شوی دی.
د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په زياتوالي کې د نويو سمسورو بازارونو ونډه د اروپايي ټولنې، جاپان او برېتانيا په شمول د عنعنوي بازارونو د پرمختګ په پرتله لوړه ده.
د روان کال په نيمايي کې له افريقا او منځنۍ اسيا سره د چين د وارداتو او صادراتو اندازې په جلا جلا توګه ۱۴ اعشاريه ۱۴ سلنه او ۱۳ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي.
په دغه راپور کې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ وضعيت ته هم اشاره شوې ده.
شمېرې ښيي، د سږکال په نيمايي کې د چين او امريکا ترمنځ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲ اعشاريه صفر ۸ ټريليونه و، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹ اعشاريه ۳ سلنه ټيټوالی ښيي.
د چين د ګمرکاتو ملي ادارې مرستيال وانګ لينګ جون ګډې ګټې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو همکاريو اصلي بڼه بللې او ويلي يې دي، چې په دې وروستيو کې د جنېوا او لندن په سوداګريزو مذاکراتو کې د مثبتو لاسته راونو په رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ پرمختګ کړی او په جون کې يې د وارداتو او صادراتو ارزښت د مې په پرتله ۵۰ ميليارډه يوانه زيات شوی دی.
د باور لوړوالی د ستونزو په هوارولو کې کليدي رول لوبوي.
د چين د ګمرکاتو ادارې د سوداګرۍ د لرليد تازه څېړنې ښيي، چې په وارداتي او صادراتي سوداګرۍ کې د چيني تصديو باور په تېرو ۲ مياشتو کې زيات شوی دی.
































