د کانګو جمهوريت ولسمشر اناتول کولینټ ماکوسو د جولای په ۱۵مې نېټې ویلي، کانګو جمهوریت غواړي له چین سره اړیکې لا نورې لوړې کړي او د چین-افریقا دوستانه اړیکو او د پرمختیايي هیوادونو د همکارۍ لپاره بېلګه جوړه کړي.
ماکوسو دا څرګندونې په کانګو جمهوریت کې د چین له نوي سفیر ان چینګ سره په لیدنه کې کړې دي.
ده ویلي چې په وروستیو کلونو کې د کانګو او چین ترمنځ سیاسي باور لا ډېر شوی او د عملي همکارۍ لاسته راوړنې زیات شوې دي.
هغه وویل، کانګو هیله لري چې د چین-افریقا د همکارۍ فورم کې د رئیسه هېواد په توګه خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي او په بېلابېلو برخو کې تبادلې او همکارۍ ژورې او پیاوړې کړي.
































