د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې یوشمېر قزاقستاني شرکتونو په هیواد کې له افغانانو سره په ګډه د سرب او جستو د پروسس په برخه کې کارخونې جوړې کړې دي. یاد وزارت د دغه چارو هرکلی کړی او په دې برخه کې یې هر ډول پانګونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان هم رسنیو ته ویلي، چې په دې وروستیو کې یو شمېر قزاقستاني پانګهوالو له افغانانو سره په ګډه د سرب د پروسس فابریکې جوړې کړې. نوموړي زیاته کړې، هغه بهرني پانګهوال چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګه کوي، سرپرست حکومت به ورسره لازمه همکاري کوي.












