چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د چين د سوداګرۍ پرمختګ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 20, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د چين د سوداګرۍ پرمختګ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای په ۱۸مه نېټه یوه خبري ناسته تر سره کړې. د دې هېواد د سوداګرۍ وزارت اړوندو مسئولينو په دې ناسته کې د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په وخت کې د سوداګرۍ د پرمختګ او لاسته راوړنې په اړه معلومات ورکړي.

دوی ویلي چې د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په وخت کې هر کال په اوسط ډول مصرفي زياتوالي په اقتصادي زياتوالي کې ۶۰ سلنه برخه نيولې ده، په دې سره د دې هېواد د لوی بازار ښېګڼه ډېر څرګنده شوې او د مصرف رول يې ډېر پياوړی شوی دی. د معلوماتو له مخې، د چين د مصرفي بازار پيمانې په نړۍ کې دوهم ځای نيولی دی. په تېرو ۴ کلونو کې په چين کې د مصرفي توکو د پرچون  خرڅلاو عمومي  اندازه هر کال په اوسط ډول ۵ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي او امکان لري چې دغه اندازه په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۰ ټريليونو يوانو څخه زياته شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو په دې ناسته کې ویلي، د امریکا د ورته رقم په پرتله د چین د پرچون خرڅلاو مجموعي اندازه په مطلق ډول د امریکا شاوخوا اتیا سلنه جوړوي. خو د نړیوال بانک د شمېرنې او حساب له مخې، د پيرلو واقعي توان ته په کتو، د چين ياده عمومي اندازه د امریکا په پرتله زياته شوې ده. د دې تر څنګ، په ځينو برخو کې د چين د پرچون خرڅلاو اندازه د نورو په سرکې راغلې ده . د مثال په توګه، چین د انلاين پرچون پلور بازار په مسلسلو ۱۲ کلونو کې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی او د پلورل شویو موټرونو شمېر يې هم لومړی ځای نيولی دی.

وانګ ون تاو ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د چين د وارداتي مصرفي توکو عمومي ارزښت ۷ ټريليونو او ۴۰۰ میليارډو يوانو ته رسېدلی دی او له دې څخه دا ښودل شوې، چې د چين لوی بازار د نړیوال پرمختګ لپاره ډېر زيات خدمتونه برابر کړي. له بلې خوا، دغه هېواد بهرنيو مشتريانو ته د مالیاتو د بېرته ورکولو په برخه کې يو لړ اسانتياوې برابرې کړې، په دې سره د بهرنيو هېوادونو او سيمو مشتريان کولی شي چې په چين کې د توکو له پيرلو څخه ښه ګټه واخلي. د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په چين کې د بهرنيو مشتريانو عمومي مصرفي اندازه ۹۴ میليارډو او ۲۰۰ میليونو ډالرو ته رسېدل، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۷ اعشاريه ۸ سلنه يې زياتوالی ښيي.

چين د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په وخت کې د سوداګرۍ او تجارت په برخه کې خپل ځای نور ټينګ کړی او د لوړې سويې د ورخلاصون قدم يې هم چتک کړی. د معلوماتو له مخې، د چين د مالونو تجارتي پيمانه په ۲۰۲۴ کال کې ۶ ټريليونو او ۱۶۰ ميليارډو ډالرو ته رسېدلې، چې د ۱۳م پنځه کلن پلان د تطبيق په پای کې يعنې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۳۲ اعشاريه ۴ سلنه زيات شوی او په مسلسلو ۸ کلونو کې يې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی. د دې تر څنګ، په نړيوال بازار کې د چين صادراتي اندازه هميشه له ۱۴ سلنه څخه زیاته او وارداتي اندازه يې هميشه له ۱۰ سلنو څخه زیاته ده. په ۲۰۲۴ کال کې، د دې هېواد د خدمتي سوداګرۍ اندازه د لومړي ځل لپاره له يو ټريليون ډالرو څخه زیاته شوه، چې پيمانې يې د نړۍ دوهم ځای نيولی دی.

د ۲۰۲۵ کال د جون تر پايه پورې، په چين کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو عمومي اندازه ۷۰۸ ميليارډو او ۷۳۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې، چې له ټاکلي وخت نه ۶ مياشتې مخکې د ۱۴م پنځه کلن پلان د سوداګريز پرمختګ هغه موخه،‌ چې د ۷۰۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګې راجلب کړي، پوره شوې ده. په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چين پانګونه هر کال په اوسط ډول ۵ سلنه زياتوالی ښيي او دغه شمېر د نړۍ په لومړنیو درېو ځايونو کې ځای لري.

د ۱۴م پنځه کلن پلان له تطبيق راهيسې، د چين د لوړې سويې ورخلاصون قدم ډېر چټک شوی، د بهرنۍ پانګې په منفي لېست کې مادې په دوامدار ډول کمې شوې دي، د تولیدي صنعت په برخه کې د بهرنۍ پانګې د شاملېدو محدودیت ټول لغوه شوی، د مخابراتي ټېکنالوجۍ او ايکولوژۍ په شمول د خدمتي صنعت ځينې برخې هم په منظمه توګه بهرنۍ پانګې ته پرانيستل شوې.

په دې بهير کې د چين سوداګريز همکاران هم ډېر زیات شوي دي. د مثال په توګه، اسيان په تېرو مسلسلو ۵ کلونو کې د چين لپاره تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی. په ۲۰۲۴ کال کې، د کمربند او لار د ګډې ابادۍ له هېوادونو سره د چين تجارتي اندازه د دې هېواد په مجموعي سوداګرۍ کې څه باندې ۵۰ سلنه برخه نيولې ده. په دې سره د چین د بهرنۍ سوداګرۍ صنعتي ځنځير لا بشپړ او ډېر مؤثر شوی دی او له دې امله له ننګونو سره د مبارزې باور هم ډېر ټينګ شوی دی.

Previous Post

جاو له جي به له قرغېزستان، هنګري او سویس څخه لیدنې وکړي

Next Post

د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د چین د موټرو د تولید او پلور اندازې دواړه له ۱۵ میلیونو څخه زیاتې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د چین د موټرو د تولید او پلور اندازې دواړه له ۱۵ میلیونو څخه زیاتې شوې

د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د چین د موټرو د تولید او پلور اندازې دواړه له ۱۵ میلیونو څخه زیاتې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بدري: خلک دې د ماليې له ورکړې تېښته نه کوي

بدري: خلک دې د ماليې له ورکړې تېښته نه کوي

سپتمبر 20, 2022

شي جين پينګ له ډونالډ ټرمپ سره ټيلېفوني خبرې وکړې

جون 6, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ