د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړيوال نندارتون د جولای په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې پای ته رسېدلی دی. د دغه نندارتون د پای په خبري ناسته کې ویل شوي، چې ۱۲۰۰ چيني او بهرنيو تصديو او سازمانونو په دې نندارتون کې ګډون کړی او ګډونوالو سوداګرو يې د اکمالاتي ځنځير له اړوندو ۴۲ زرو تصديو سره د همکارۍ اړيکې نيولي.
د شمېرو له مخې، په دغه نندارتون کې د همکارۍ د لاسليک شويو تړونونو او هوکړو شمېر له ۶ زرو زيات شوی دی.
ارقام ښيي، چې د نندارتون په درېیو دورو کې د بهرنيو ګډونوالو سوداګرو ونډې کال په کال زياتې شوې دي.
سرچینې ویلي چې په لومړۍ دوره کې د بهرنیو سوداګرو ونډه ۲۶٪ او په دوهمه دوره کې ۳۲٪ او په درېيمه دوره کې دغه اندازه ۳۵٪ ته لوړه شوې ده. له دې جملې څخه د نړۍ د ۵۰۰ مخکښو مشهورو او د صنعتي برخو د پیاوړو تصديو ونډه له ۶۵٪ زياته ده. د ۷۵ هېوادونو او سيمو تصديو په دې نندارتون کې برخه درلودلې، چې دا رقم په لومړۍ دوره کې ۵۵ و.
په دې نندارتون کې د ګډونوالو امريکايي تصديو او سازمانونو شمېر د تېرې دورې په پرتله ۱۵٪ زياتوالی ښيي او د بهرنيو هېوادونو او سيمو په ګډونوالو تصديو او سازمانونو کې يې لومړی مقام نيسي.
































