چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د واشنګټن پر وړاندې د سوداګرۍ د نړيوالو شريکانو مقاومت

جان روان ځاځی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 22, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په پيل کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو پر محصولاتو ګمرکي تعرفې ولګولې، خو وروسته يې د ځينو هېوادونو پر توليداتو دغه تعرفې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې او په ډاډ يې وويل، چې په دغه موده کې به ۹۰ تړونونه لاسليک کړي.

د نړۍ ډېرو هېوادونو هڅې وکړي، چې په يادې مودې کې له امريکا سره سوداګريز تړونونه وکړي، خو کم يې وتوانيدل، چې يوې هوکړې ته ورسره ورسېږي.

شنونکي بیا وايي، د امريکا او د ځينو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې هوکړې د سازشونو او فشارونو تر سيوري لاندې ترسره کېږي.

 کله چې امريکا پر کاناډايي توکو لوړې تعرفې ولګولې، نو کاناډا هم ورته ګام واخيست او پرېکړه یې وکړه، چې د امریکايي ټېکنالوژۍ پر سترو شرکتونو به لوړې تعرفې ولګوي، خو د خبرو مېز ته د امريکا د راوستلو لپاره يې خپله ياده پرېکړه بېرته واخيسته.

برېتانيې تر ټولو مخکې د امريکا د تعرفو پر وړاندې سوداګریزې خبرې پيل کړې او پر امريکايي کرنيزو محصولاتو يې د نورو لوړو تعرفو ګواښ وکړ، خو ډېر ژر له خپله دريځه پر شا شوه.

کاناډا او برېتانيې خپل دریځونه ډېر ژر بدل کړل او شا تګ یې وکړ او دغو کړنو يې امريکا ته نور جرئت هم ورکړ، چې پر نورو او حتی پر خپلو متحدو هېوادونو لا زيات فشارونه واچوي او خپلې غوښتنې پرې ومني.

تمه وه، امريکا به د ۹۰ ورځو په ضرب الاجل کې له نورو هېوادونو سره يوه جوړجاړي ته ورسېږي، خو په دغه موده کې يې يوازې له څو هېوادونو سره سوداګريز تړونونه لاسليک کړي دي.

ټرمپ ياد ضرب الاجل د جولای تر پایه غځولی، خو ايا په دغه موده کې به له نورو هېوادونو سره تړونونه وکړای شي؟

دا به ډېره ګرانه وي، چې واشنګټن په داسې لنډه او تنګه موده کې له نورو هېوادونو سره چټک سوداګريز تړونونه لاسلیک او يا د لارې نقشه ورته جوړه کړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو نږدې متحدينو ته هم د لوړو تعرفو ګوتڅنډنې کړې دي.

نوموړي د جولای له ۷مې نېټې راهیسې د جاپان، اروپايي اتحاديې، برازیل او مکسیکو په ګډون شاوخوا شلو هېوادونو ته د لوړو تعرفو مکتوبونه لېږلي او ادعا یې کړې، چې دغو هېوادونو متحده ايالتونو ته شدید سوداګریز زیان رسولی او اوس په سوداګریز جوړ جاړي کې هم ورسره پاتې راغلي دي.

هغه هېوادونه، چې د ټرمپ لیکونه يې نه دي ترلاسه کړي، له دې ډلې جدا نه دي او د هغوی پر صادراتو به هم له پنځلس تر شل سلنې تعرفې ولګېږي.

ولسمشر ټرمپ ويلي، د اګست په لومړۍ نېټې به امريکا ته د دغو هېوادونو پر صادراتو له شل تر پنځوس سلنې تعرفې ولګول شي، خو د برازيل په ټولو صادراتي توکو يې بیا پنځوس سلنه تعرفې وضع کړې دي.

کله چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته ګرځېدلی، نو «امريکا تر ټولو لومړی» سیاست یې اعلان کړی او يوې پراخې سوداګریزې جګړې ته يې مخه کړې ده.

نوموړی لوړې تعرفې د امريکا په ملي امنيت پسې هم تړي، خو په حقیقت کې يې تر شا سیاسي انګېزې پرتې دي.

که واشنګټن نويو تعرفو ته د عمل جامه واچوي، نو دا به سوداګریزې جګړې ته د پوکي ورکولو په مانا وي او له شک پرته نړيوال اقتصاد به متزلزل کړي او سيوری به یې د نړۍ پر ټولو هېوادونو غورځي.

د امريکا لوړې تعرفې به نه يوازې د نورو هېوادونو خلک زيانمن کړي، بلکې امريکايان به هم متضرر او لوړې بیې به یې پرې کړي.

ښايي ډونالډ ټرمپ لوړې تعرفې د سیاسي فشار لپاره وکاروي او نوي ګامونه به یې سوداګريزه جګړه لاپسې پراخه کړي، خو داسې ښکاري، چې هر څه دده د تمې خلاف روان دي.

اروپايي ټولنې امريکا ته د ځوابي اقداماتو خبرداری ورکړی

د نړۍ زياترو هېوادونو د ټرمپ تعرفو ته په خاموشۍ ځواب ویلی، خو ځينو يې بیا پر وړاندې د خپلو ملي او اساسي ګټو د ساتلو لپاره ډاګيز غبرګونونه ښودلي دي.

اروپايي ټولنې د امريکا له لوري د ۳۰ سلنه تعرفو ګواښ په بشپړ ډول «نه منونکی» بللی او پر امريکايي توکو يې د شاوخوا ۸۴ ميليارډو ډالرو د بالمثل تعرفو ګواښ کړی دی.

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ مشر ماروش شېفچوېچ د روانې مياشتې په ۱۴مې نېټې د بلجیم په بروکسل ښار کې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه د امريکا پر وړاندې احتمالي اقداماتو ته چمتوالی نيسي او ممکن د  ۷۲ میلیارډو یورو ( شاوخوا ۸۴ میلیارډه امریکايي ډالر) په ارزښت پر امريکايي توکو لوړې تعرفې ولګوي.

روسیې ويلي، د ټرمپ ضرب الاجل ته به ځواب ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۴مې نېټې د روسیې پر صادراتي محصولاتو د سل سلنې تعرفې د وضع کولو ګواښ کړی دی.

نوموړي ویلي، که روسیه په ۵۰ ورځو کې له اوکراین سره د کړکېچ د پای ته رسېدو موافقه ونه کړي، نو امریکا به د روسيې پر محصولاتو سل سلنه تعرفې وضع کړي.

د امریکا اوکسیوس وېبپاڼې د ټرمپ له ياد خبرداري يوه ورځ مخکې خبر ورکړی و، چې ښايي واشنګټن له کیف سره د پوځي او تهاجمي وسلو د مرستو نوی پلان اعلان کړي.

 د کریملین ویاند دیمیتري پيسکوف د ټرمپ څرګندونې جدي بللي او ويلي يې دي، چې مسکو وخت ته اړتيا لري، دده خبرې به څېړي او بیا به ځواب ورکوي.

د روسيې مخکيني ولسمشر ديميتري مېدوېدوف د جولای په ۱۵مې نېټې د ډونالډ ټرمپ ګواښ نمایشي بللی او په خبره یې، روسیه به یې پروا ونه کړي.

نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې (پخوانی ټوېټر) لیکلي، چې ټرمپ کرېملين ته يو نمايشي ضرب الاجل ټاکلی دی او هغه نړۍ متزلزله شوې چې د عواقبو په انتظار وه، اروپا ناهيلې ده او روسيه اهمیت نه ورکوي.

د برازيل ولسمشر لويز اېناسيو دي سېلوا ويلي، که متحده ايالتونه پر برازيلي توکو ۵۰ سلنه تعرفې ولګوي، نو دوی به يې هم پر وړاندې په ورته ځوابي اقدام لاس پورې کړي.

امريکا او ويتنام يو نوی سوداګريز تړون کړی، چې له مخې به یې امريکايي توکي بې له تعرفې ويتنام ته داخلېږي، خو پر هغو ويتنامي محصولاتو، چې امريکا ته صادرېږي، ۲۰ سلنه ماليه لګول شوې او ورسره د درېيم هېواد هغه توکي، چې د ويتنام له لارې امريکا ته داخلېږي، ۴۰ سلنه تعرفه وضعه شوې ده.

امريکا د جاپان د موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې لګولي او هڅې کوي، چې جاپاني تولیدات له خپل بازار لرې وساتي او په ورته وخت کې يې بیا فشار پرې اچولی، چې په ډېرې اندازې ترې سویابین، وريجې او جوار واخلي.

واشنګټن هڅه کوي، چې جاپان او هندوستان د امريکا د کرنيزو توکو او په ځانګړې توګه د سويابینو او شيدو جوړ محصولاتو لپاره د بازار دروازې پرانيزي.

ډونالډ ټرمپ بیا د سوداګرۍ د نړيوالو شريکانو مقاومت بابېزه بللی او د مذاکراتو په برخه کې يې پر خپلې وړتيا پورته باور ښودلی دی.

امريکا څه غواړي؟

امريکا نه غواړي، چې کوم هېواد يې د مشروع او نامشروع لارو پر وړاندې خنډ وګرځي او هڅې کوي، چې خپلو هدفونو ته ورسېږي او د همدې لپاره پر ټولو هېوادونو او حتی پر خپلو ملګرو هېوادونو هم فشارونه اچوي.

امریکا د لوړو تعرفو او ګواښونو پرمټ خپلې موخې تعقيوي، زور او ځواک کاروي او نور هېوادونه د خپلو غوښتنو منلو ته اړ باسي.

سوداګريزه جګړه خلک له عادلانه نړيوال سوداګريز سيسټم څخه لرې کوي او د هېوادونو ترمنځ بې باوري ډېروي.

د امريکا او د يادو ټولو هېوادونو ترمنځ خبرو اترو د تعرفو شخړه سخته کړې او نړيواله سوداګري یې له بندښت او درېدلي حالت سره مخ کړې ده.

Previous Post

څه باندې یو میلیارد نورې زړې افغانۍ وسوځول شوې

Next Post

فطرت: له ګاونډیو هېوادونو د چورلکو راګرځولو هڅې روانې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
فطرت: له ګاونډیو هېوادونو د چورلکو راګرځولو هڅې روانې دي

فطرت: له ګاونډیو هېوادونو د چورلکو راګرځولو هڅې روانې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

طالبان: د ۲ زره طالب بندیانو خوشې کېدل غوره ګام دی

طالبان: د ۲ زره طالب بندیانو خوشې کېدل غوره ګام دی

مې 25, 2020
ولسي جرګه: د طالبانو تاوتریخوالی د سولې خبرې له خنډ سره مخ کولی شي

ولسي جرګه: د طالبانو تاوتریخوالی د سولې خبرې له خنډ سره مخ کولی شي

مې 17, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved