د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې د کرواتيا د بهرنيو چارو له وزير گوردان گرلیک رادمن سره وليدل.
وانګ يي په دې لیدنه کې وويل چې دواړو خواوو د پلژشاک پل په استازيتوب د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ په برخه کې ډېرې ګټورې لاسته راوړنې درلودلې دي، نو بايد د هر اړخيزو همکاريزو اړيکو د ابادۍ له شلمې کاليزې څخه په استفادې سره دوه اړخيزو اړيکو ته نوی پرمختګ ورکړي. هغه هیله ښودلې چې کرواتيا د چين او اروپا ترمنځ د همکاريو د لا پياوړتيا لپاره رغنده رول ولوبوي.
رادمن وويل چې حکومت يې د يو چین پېژندنې پر تګلارې ټينګار لري او د اروپا او چين ترمنځ د اړيکو د ثابت پرمختګ څخه ملاتړ کوي او غواړي چې د چين او مرکزي او ختيځې اروپا ترمنځ له همکاريو څخه ملاتړ وکړي او پکې ګډون وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي چې هېواد يې غواړي چې له چين سره څو اړخيزې همکارۍ وکړي.
































