په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جولای په ۲۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په یوه لوړ پوړې علني مباحثوي ناسته کې د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د امریکا تورونه رد کړل.
فو څونګ ويلي، چې د جنوبي سمندرګي ټاپوګان او د سمندر نږدې سیمه د چين ملي حاکميت دی.
ده زیاته کړې چې په جنوبي سمندرګي کې د چين د خاورو ملي حاکميت او سمندري حق تاريخي او قانوني بنسټونه لري.
هغه وايي چې د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د چین دريځ تل څرګند دی. د هغه په وينا، هېواد يې د جنوبي سمندرګي د حکمیت حکم نه مني او همدا رنګه د دې حکم پر بنسټ هېڅ غوښتنه او عملیات نه مني.
په دې وروستيو کلونو کې د چين او اسیان تر ګډې هڅې لاندې، د جنوبي سمندرګي وضعيت په عمومي توګه ثابت شوی دی او په دې سيمه کې د بېړیو او الوتکو ازاد تېرېدل له هېڅ ډول خنډ سره نه دي مخ شوي. چين تل پر دې ټينګار لري، چې تاريخي حقيقت او نړیوال قانون ته د درناوي پر بنسټ له اړوندو خواوو سره د ډيالوګ او سلامشورې له لارې توپيرونه کنټرول کېدای شي.
نوموړي ويلي، چې امریکا د جنوبي سمندرګي مسئلې پر حقيقت سترګې پټوي او د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ متقابل اعتماد خرابوي.
































