د ۲۰۲۵م کال د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو تمدني ډيالوګ د جولای په ۲۳ مه د چين په تيانجين ښار کې پيل شو.
دغه ډيالوګ د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر، د دغه هېواد نړيوال کمونيکېشنس ګروپ او د شانګهای همکارۍ سازمان د سکرتريت په ګډه جوړ کړی او عنوان يې ((د نړيوال تمدن د نوښت خپرېدل او د شانهګای همکارۍ سازمان د ښکلي مشترک کور جوړول )) نومول شوی دی.
په دغه ډيالوګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو څه باندې ۳۰۰ استازو ګډون کړی دی.
































