د ځيرکې زمانې او ترې د ګټې د اخيستلو تر سرليک لاندې د ۲۰۲۵م کال د مصنوتي ځيرکتيا نړيواله غونډه نن ورځ په شانګهای کې پرانيستل شوه او په لومړي ځل پر علمي پرمختګ، د سافټوير او هارډوير د پيوستون او نړیوالې ادارې تمرکز کوي.
د اړوند نندارتون پراخوالی په لومړي ځل له ۷۰ زرو مربع مترو څخه اوښتی او څه باندې اته سوه تصدۍ يې راجلب کړې او څه باندې درې زره مخکښ توليدات او څه باندې لس ډوله نوی توليدات نندارې ته وړاندې کېږي چې پيمانه يې د تېرو دورو په پرتله ډېره لویه ده.
































