د چين حکومت د جولای په ۲۶مه نېټه وړانديز وکړ، د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې همکارۍ سازمان جوړ شي چې مقر يې په شانګهای کې وي.
دا د څواړخيزم د پرمخبيولو او د ګډې سلامشورې، ګډې ابادۍ، ګډې ادارې او شريک د اصولو د پلي کولو په پار د چين مهم اقدامات او د پرمختيايي هېوادونو ګډې هيلې ته د ځواب ورکولو، په ديجټلي او مصنوعتي تخنيکونو کې د ستر توپير د ليرې کولو او د مصنوعي ځيرکتيا د ټولګټو پرمختګ په موخه عملي کړنې دي. چين دې ته په تمه دی چې د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې همکارۍ سازمان به نړيوالې ټولنې ته ګټې ورسوي او لاندينۍ موخې ته به ورسېږي:
لومړۍ، د نوښتي همکاريو ژورتيا او مختلفو هېوادونو ته د مصنوعي ځيرکتيا د ګټو رسول؛ دوهمه، د ټولګټو پرمختګ پرمخبيول او په مصنوعي او ديجټلي تخنيکونو کې د ستر توپير ليرې کول؛ درېيمه، د ګډ ماموريت پياوړتيا او د مصنوعي ځيرکتيا د سالم پرمختګ تضمين.
































