د چين او امريکا د سوداګريزو چارو پلاویو د سويډن په پلازمېنه سټکهلم کې اقتصادي او تجارتي خبرې اترې پيل کړې.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جولای په ۲۸مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې ويلي، چې د سوداګريزو چارو په مسئله کې د چين دريځ تل څرګند دی. هغه هيله ښودلې، چې امريکا له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه ګډه موافقه پلې کړي، د چين او امريکا د اقتصادي او تجارتي سلامشورې له ميکانيزم څخه ښه استفاده وکړي، د مساواتو، متقابل درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ د ډيالوګ له لارې ګډه موافقه پياوړې کړي، سؤتفاهم کم کړي، همکارۍ لا ټينګې کړي او د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته ثابت او سالم تلپاتې پرمختګ ورکړي.
































