د «شي جين پينګ او د چين حکومتوالي» کتاب پنځم ټوک چې د چين د کمونېست ګوند د تاریخ او ارشیف څېړنيز انسټيټيوټ او د چين نړیوال کمونيکېشن ګروپ لخوا ايډيټ شوی، پدې وروستيو کې د چين د بهرنيو ژبو خپرندوی ټولنې لخوا په چيني او انګليسي ژبو خپور شوی دی.
د «شي جين پينګ او د چين حکومتوالي» په پنځم ټوک کې د شي جين پینګ په مرکزيت د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې هغه تجربې ثبتې شوې دي، چې د پیچلي نړيوال چاپيريال او سختو کورنيو چارو پر وړاندې يې د پرمختګ نوی مفکوره عملي کړې، باکيفيته پرمختګ يې موندلی، هراړخيز او ژور اصلاحات يې ترسره کړي او له ستونزو او سختيو سره سره يې بيا هم د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.












