د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جولای په ۳۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د چين او امريکا د نوې دورې اقتصادي او تجارتي خبرو په اړه د یوې پوښتنې په اړه ويلي، چې هېواد يې د دې خبرو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
د هغه په خبره، چين غواړي له امريکا سره د دواړوهېوادونو د مشرانو د مهمو موافقو له مخې جوړ شوي اقتصادي او تجارتي مشورتي ميکانيزم څخه ښه استفاده وکړي، د مساواتو، متقابل درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ د ډيالوګ له لارې ګډه موافقه پياوړې کړي، سؤتفاهم کم کړي او همکارۍ لا ټينګې کړي، څو نورې زیاتې لاسته راوړنې ومومي او د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته ثابت، سالم او تلپاتې پرمختګ ورکړي.
د يادونې وړ ده، د چين او امريکا د سوداګريزو چارو پلاویو د جولای له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د سويډن په پلازمېنه سټکهلم کې د نوې دورې اقتصادي او تجارتي خبرې اترې تر سره کړې.
































