دواړو لورو په تازه څرګندونو کې یو بل د ګڼو ملکیانو په وژلو تورن کړی دی. اذربایجان وايي چې ارمانیايي ځواکونو پر ګنجه ښار برید کړی دی او ۲۰ ملکیان یې وژلي دي. په ورته وخت کې د ارمانیا پوځيانو بیا ویلي چې اذربایجاني ځواکونو ددوی پر ځینو کلیو او بانډو برید کړی دی چې له امله یې ۱۸ ملکیان وژل شوي او د سلو په شاوخوا کې ټپیان دي. په ورته وخت کې ددواړو هېوادونو ملکیان د خپل ژوند په اړه اندېښنه لري، خو د سیمې هېوادونو او ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر دواړو هېوادونو د سولې او مذاکراتو غږ کړی دی.


































