د صابرین په نامه ویبپاڼې په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د راکټي بریدونو خبر ورکړی دی. راپور کاږي چې درې راکټونه په بغداد کې د ویکټوریا په نامه اډه کې دننه لګېدلي دي. په ورته وخت کې د امریکا سفارت ته څېرمه پر التوحید اډه باندې هم څو توغندي لګېدلي دي. د یادو راکټي بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپور کې څه نه دي ویل شوي خو العربیه شبکې د عراقي چارواکو له قوله ویلي چې شوي بریدونه ځاني زیان نه لري. په عراق کې مېشت امریکایي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې د ورته بریدونو د دوام په صورت کې په دغه هېواد کې د خپل سفارت بندولو ګواښ کړی و.
































