د لوګر ولایت د پوهنې ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۱۴ ښوونځيو کې د ولسي خلکو په مالي ملاتړ د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت شاوخوا ۲۰ زره زده کوونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاه پور عرب ویلي، چې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د پیل راهیسې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر علم دوستو کسانو په مالي ملاتړ د درسي صنفونو جوړولو، احاطوي دېوالونو جوړولو، میز او چوکیو رانیولو، د سولر سیسټم فعالولو ترڅنګ، د ۱۴ ښوونځیو لپاره د څاه ګانو کیندلو له لارې، شاوخوا ۲۰ زره زدهکوونکو او ښوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.
































