د فلیپین ولسمشر په دې وروستیو کې له هند څخه د لیدنې په وخت کې ویلي، که چین او امریکا د تایوان مسئلې په اړه شخړه وکړي، نو فلیپین به هرومرو پکې ځان ور ګډ کړي.
ده ادعا کړې: له یوې خوا، د فليپين موقعیت دا ایجابوي چې هېواد یې باید خپل حاکمیت او د خاورو بشپړتیا ساتنه وکړي. بله خوا، په تایوان کې ګڼ شمېر فلیپينیان اوسېږي، نو که شخړه رامنځته شي، موږ به د مجبوریت له مخې له تایوان څخه د خپلو اتباعو د راایستلو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسو، دا به زموږ لپاره ډېر د پاملنې وړ کار وي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اګست په ۸مه نېټه په دې اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په نړۍ کې یوازی یو چین موجود دی، تایوان د چین نه بېلېدونکې برخه ده. هغه زیاته کړې چې د تایوان مسئله د چین کورنۍ موضوع ده، د دې مسئلې حلول د چینایانو داخلي چارې دي او د نورو لاسوهنه نه منل کېږي.
نوموړي ویاند زیاته کړه، چین له فلیپين څخه غواړي چې د یو چین پېژندنې اصل او د چین او فلیپين اړیکو د ټینګښت اعلامیې روحیه په جدي توګه مراعات کړي.































