چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

شنونکي: امریکا غواړي افغان لوری او طالبان پوه کړي چې د سولې راوستل حتمي دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 6, 2020
in افغانستان
0
شنونکي: امریکا غواړي افغان لوری او طالبان پوه کړي چې د سولې راوستل حتمي دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشر غني د افغانستان په حساسو شرایطو کې دوحې ته تللی دی. په دوحه کې بین الافغاني خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي، نړیوال د تاوتریخوالي د کمولو غوښتونکي دي، د جګړو درېدل غواړي او په افغانستان کې بیا خونړۍ جګړه روانه ده. له دې سره جوخت ولسمشر غني دوحې ته تللی او هلته به د قطري چارواکو ترڅنګ له امریکایي چارواکو سره ګوري. ولسمشر به دوې ورځې په دوحه کې وي او اټکل کېږي چې دا سفر به د افغان سولې لپاره مهم وي.

ولسمشر غني تېره ورځ سهار وختي د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا لومړی کوېټ ته لاړ او تر هغه وروسته دوحې ته په دوه ورځني سفر تللی دی. ولسمشر غني د کوېټ د مخکیني امیر د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او تر هغه وروسته دوحې ته راغی او دمګړۍ په دغه پلازمېنه کې دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به په دې سفر کې د قطر له امیر، لومړي وزیر او له امریکايي لوري به له خلیلزاد او سکاټ مېلر سره ګوري.

You might also like

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر به له قطري چارواکو سره د لیدنې تر څنګ د افغان سولې په اړه د قطر د شخړو د حل مرکز کې د سولې په اړه وینا هم وکړي. د سرچینې په خبره: ((په پام کې ده چې جمهور رییس غني په پلازمېنه دوحه کې د قطر امیر، لومړي وزیر او نورو مقاماتو سره پر کتنو سربېره په دوحې انسټیټیوټ کې ډيپلوماتانو، استادانو، پوهانو او محصلینو ته وینا هم وکړي)).

بلخوا رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر غني په دوحه کې د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره کتلي او پر شته خنډونو یې بحثونه ورسره کړي دي. په دوحه کې د افغان حکومت پلاوی له ۲۴ ورځو راهیسې له طالبانو سره د ستونزو پر حل بحثونه کوي، خو یوه اونۍ کېږي چې خبرې په ټپه ولاړې دي او د دواړو لورو ترمنځ د ځینو مواردو پر سر د نظر اختلاف پیدا شوی دی.

له دې سره هممهاله یو شمېر شنونکي بیا وایي چې ولسمشر  غني قطر ته غوښتل شوی، څو د سولې په لار کې له خنډ جوړولو ډډه وکړي او امریکا غواړي ولسمشر غني ته واضح کړي چې امریکایان له افغانستانه وتونکي دي، نو ولسمشر غني ته هم په کار ده چې د سولې د پروسې له پرمختګ سره همکاري وکړي. د سیاسي مسایلو شنونکی فضل الرحمن اوریا وایي، ولسمشر غني له ډېرې مودې راهیسې یو ډول د سولې پروسې په ځنډولو تورن شوی دی. نوموړی دغه راز وایي چې قطر ته تللی پلاوی هم په رښتینې توګه هڅه نه کوي چې جګړه ودرېږي او مذاکرات مخ  ته لاړ شي. د ده په خبره: ((ولسمشر غني قطر ته غوښتل شوی، څو په دې وپوهول شي چې د سولې پروسه ټکنۍ نه کړي، خنډ جوړ نه کړي، ولسمشر دې ته قانع کړي چې څنګه په یوه میکانېزم واک نویو واکدارانو ته انتقال کړي)).

فضل الرحمن اوریا وایي چې حکومت په ظاهري توګه هڅه کوي وښيي چې ګواکې دوی د دوو اړخیزو اړیکو جوړولو لپاره تللي وو، خو اصلي مسئله بله ده. د ده په خبره: ((ټول تمرکز به په دې وي چې ولسمشر باید خنډ جوړ نه کړي، هم مېلر او هم خلیلزاد غواړي دا خبره ولسمشر ته واضح کړي چې امریکا د ولسمشر غني د قدرت ساتلو لپاره دلته نه شي پاتې کېدلی)).

د سیاسي چارو بل شنونکی فیض الله ساپی هم پر دې باور دی چې ولسمشر غني د خبرو د وضاحت لپاره بلل شوی او امریکا غواړي ولسمشر ته واضح کړي چې د خنډ په جوړولو افغانستان ته ګټه نه شي رسولی. د ده په خبره: ((ولسمشر یې غوښتی، غواړي ورته ووايي چې نور خنډ مه جوړوه، تر هغې وروسته به بېرته کابل ته راځي)).

له دې سره هممهاله په عامو افغانانو کې دا هیله مندي ډېره شوې چې ګواکې ولسمشر غني به د اوربند او دایمي سولې لپاره قطر ته تللی وي او د دې تمه ده چې دلته د جګړو د پای لپاره یو غوره فرصت رامنځ ته شي.

Tags: Top
Previous Post

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۷۵یمه ناسته او د قدرتونو ناندرۍ

Next Post

اشرف غني به په دوحه کې څه تر لاسه کړي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه
افغانستان

اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو
افغانستان

د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
د غني‌خېلو وحشت او مناسب غبرګون

اشرف غني به په دوحه کې څه تر لاسه کړي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين به نړۍ ته لازيات حيرانونکې کارنامه راوړي

چين به نړۍ ته لازيات حيرانونکې کارنامه راوړي

جنوري 27, 2025
کار او ټولنیزو چارو وزارت: هېواد کې د وزګارتیا کچې په راټیټولو کار کوو

کار او ټولنیزو چارو وزارت: هېواد کې د وزګارتیا کچې په راټیټولو کار کوو

اپریل 15, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved