شي جين پينګ د ۲۰۰۵م کال د اګست په ۱۵مې نېټې د چين د جه جيانګ ولايت د انجي ښار له یوکلي څخه د لیدنې پرمهال په لومړي ځل يوه مفکوره ( رڼې اوبه او زرغون غرونه د شتمنۍ سرچینې دي) وړاندې کړه، چې اوس د «دوه غرونه» مفکورې په نوم يادېږي.
دغه مفکوره په تېرو شلو کلونو کې د ايکولوژيکي تمدن د يو تخم په څېر په چین کې رېښې غځولي او زرغون شوی دی او د اقتصادي پرمختګ او د ايکولوژيکي چاپېريال لپاره یې يوه نوې لاره برابره کړې ده.
د يوکلي اوسیدونکو پخوا په غرونو کې کانونه استخراجول، خو اوس د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتلو ترڅنګ د پرمختګ چټک ګامونه اخلي. د يوکلي بدلون نه يوازې د چين د زرغون پرمختګ يوه نمونه ده، بلکې د دغه هېواد د زرغون پرمختګ ځيرکتيا هم ترې څرګندېږي او د نړۍ د تلپاتې پرمختګ لپاره يې ښې تجربې برابرې کړې دي.
که د يوکلي پرمختګ ته ځير شو، نو «دوه غرونه» مفکوره پکې موندلی شو. دغه کلي د تېرې پيړۍ په اتمې او نهمې لسیزې (۱۹۸۰-۱۹۹۰) د کان د استخراج او د سیمنټ فابریکو د پرانیستلو له لارې چټکه اقتصادي وده وکړه، خو پرمختګ يې چاپېریال ته د زیان رسولو په پرتله زیانمنې پایلې درلودې: غرونه يې شنډ او سیندونه يې ککړ شوي او دوړې پکې زیاتې شوې دي.
د «دوه غرونه» مفکوره په ۲۰۰۵م کال کې وړاندې شوې او له همغه وخت راهيسې په چين کې د پرمختګ لاره بدله شوې ده.
يوکلي اوس کاني غرونه بند کړي، ايکولوژيکي چاپېريال يې اصلاح کړی او کليوالو سيلانيزو چارو او ځانګړي زراعت ته يې وده ورکړې ده. دغه کلي په يوې لسیزې کې له ککړتیا لرونکي پرمختګ څخه تر زرغون پرمختګ پورې د پام وړ بدلون موندلی دی.
د یوکلي د بدلون کيسه نړۍ ته دا ښيي، چې د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنه د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه جوړېږي، بلکې د تلپاتې پرمختګ بنسټ او ملاتړ برابروي.
سږکال د «دوه غرونه» مفکورې د وړاندې کېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر دی. د نړۍ ډېری هېوادونه او نړيوال سازمانونه دغه مفکوره ستايي او د چين تجربې د نړۍ د تلپاتې پرمختګ ښه نمونه بولي.
«دوه غرونه» مفکوره د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې ته لومړيتوب ورکوي او پر زرغون پرمختګ ټينګار او د لوېديځې نړۍ د صنعتي کېدو لارې په پرتله پياوړی ځواک لري. د امریکا د ايکولوژيکي تمدن انسټیټیوټ اجرایوي مرستيال اندرو شوارتز رسنيو ته ويلي، چې چين اوسمهال د نړۍ د ايکولوژيکي تمدن د پرمختګ په برخه کې لارښوونکی رول لوبوي او په خبره یې، چين د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ په بېلا بېلو برخو کې «دوه غرونه» مفکوره پلې کوي او د پرمختګ يوه باوري بڼه برابروي. د چين لارښوونه د وخت اړتيا او هڅوونکې ده.
اوسمهال د نړۍ ايکولوژيکي کړکېچ په سختېدو دی، نو انسانان باید له جغرافيايي سياست څخه لاس واخلي او پر ځای يې باید د «دوه غرونه» مفکورې په څير داسې مفکورې انتخاب کړي، چې د ګډو توافقاتو د راغونډولو لپاره ګټورې وي او د پرمختګ لوری روښانه کړي.
کله چې د نړۍ ډېری هېوادونه خپلې اوبه او زرغون غرونه وساتي او د سرو زرو ارزښت ورکړي، نو هغه وخت به انسانان وکولی شي، چې له طبيعت سره همغږي پيدا او په ګډه يو ښه راتلونکی جوړ کړي.
































