د چين د موټرو صنعتي ټولنې د اګست په ۱۱مه نېټه د موټرو د توليدولو او پلورلو شميرې خپرې کړې. د شميرنې له مخې، د روان کال په تېرو ۷ میاشتو کې د پاکې انرژرۍ موټرو د توليدولو او پلورلو شميرې په جلا جلا توګه ۸ميليونه ۲۳۲زرو او ۸ميليونه ۲۲۰زرو ته رسېدلې وې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۳۹اعشاريه ۲سلنه او ۳۸اعشاريه ۵سلنه زياتوالی پکې راغلی دی. د پاکې انرژۍ د پلورل شویو نويو موټرو شمېر د ټولو نويو موټرو د پلورلو په عمومي شمېر کې ۴۵سلنه برخه نيولې ده.
































