د ۲۰۲۵م کال د چين د خدماتو سوداګرۍ نړیوال نندارتون (CIFTIS) به په راتلونکي سپتمبر کې د بېجینګ په شوګانګ پارک کې ترسره شي او شاوخوا ۸۰۰ تصدۍ به پکې په حضوري ډول ګډون ولري.
د دغه نندارتون پرانيستو ته څه کم يوه میاشت پاتې ده، نو د تياري چارې يې څنګه روانې دي او کومې نوې ځانګړتياوې به ولري؟ پدې ليکنه کې ورته لنډه کتنه شوې.
بېجينګ به د نندارتون ګډونوالو د راتګ اسانتياوې برابرې کړي
د دغه نندارتون د ګډونوالو کارونه بشپړ شوي او شاوخوا ۷۰ هېوادونه او نړيوال سازمانونه به پکې نندارځي یا غرفې ولري او دغه راز څه باندې ۸۰۰ تصديو هيله ښودلې، چې په حضوري ډول به پکې ګډون وکړي او خپل تولیدات به نندارې او پلور ته وړاندې کړي. په دغو ۸۰۰ تصديو کې ۳۳۰ یې هغه تصدۍ دي، چې د نړۍ د مخکښو ۵۰۰ پیاوړو تصديو په ليکه کې قرار لري او يا په خپلو سکتورونو کې ډېرې پياوړې بلل کېږي. ګډونوالې نړيوالې تصدۍ د نندارتون په ټولو ګډون کوونکو تصديو کې تر ۲۰٪ زياته برخه جوړوي او ۲۴ هغه هېوادونه او سيمې يې تر پوښښ لاندې راوستلي چې د خدماتو سوداګري يې د نړۍ په مخکښو ۳۰ ځايونو کې ځای لري.
د دغه نندارتون يوه مسئول رسنيو ته ويلي، چې د سږني نندارتون بهرني ګډونوال به چين ته د ننوتلو، استوګنې او هانکانګ او مکاو سيمو ته د سفر په برخو کې يو لړ اسانتياوې ولري.
نندارتون به په خپل زون کې د کار او ګرځندويانو لپاره اسانتياوې برابرې کړي
د چين د خدماتو سوداګرۍ نړیوال نندارتون په لومړي ځل په ۲۰۱۲م کال کې پیل او تر اوسه ۱۱ ځلې ترسره شوی دی. پخوا به د دغه نندارتون اړوند فعاليتونه د بېجينګ په مختلفو سيمو کې ترسره کېدل، خو سږني فعاليتونه به يې ټول د بېجينګ په شوګانګ پارک کې ترسره شي. د سږني نندارتون اصلي نندارځی به څه باندې ۱۰۰۰۰۰ مربع متره پراخوالی ولري او په دې سره بيره شاوخوا به یې عامه او تفريحي ځایونه هم وي، څو ګډونوال پکې دمه او ساتيری وکړای شي او د ګډون ښې تجربې ولري. دغه راز په شوګانګ پارک کې به دوه پوړيز سېلانيز بسونه تګ راتګ ولري او د سفر او سېلانۍ پرمهال به د خلکو د تګ راتګ خدمتونه وکړي.
د نندارتون پر مهال به يو لړ کلتوري، سوداګريز او سياحتي فعاليتونه ترسره شي
د بېجينګ ښاروالي هڅې کوي چې د ياد نندارتون پر مهال رنګارنګ خدماتي او مصرفي فعاليتونه طرحه کړي. د بېجينګ د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ د مرکز مرستيالې وان وي وي رسنيو ته ويلي، چې د نندارتون په سيمه کې به ډول ډول کلتوري، سوداګريز او سياحتي فعاليتونه ترسره شي.
د بېجینګ د کلتور او سېلانۍ ادارې چارواکي لين ځنګ وي رسنيو ته ويلي، چې د نندارتون په موده کې به په ټول بېجينګ ښار کې تر ۴۰ زيات فعاليتونه ترسره شي او ځيني فعاليتونه به يې په شوګانګ پارک کې هم جوړ شي او دغه چاره به یې اقتصاد ته خوځښت ورکړي.
نوموړي ويلي، د نندارتون په شاوخوا سيمه کې به يو شمېر سيلانيز لاينونه طرحه شي، څو د سيمې له کلتور، سېلانۍ او مصرف څخه ګټې پورته شي. دغه راز د بېجينګ ښاروالي به د نندارتون ګډونوالو او نندارچيانو ته بلنه ورکړي، چې د دغه ښار له ټکنالوژۍ، پانګونې، صنعت، سېلانۍ او کلتور څخه لېدنې کړي.










