د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند اعلان وکړ چې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د اګېست په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د يون نان ولايت په آن نينګ ښار کې د لانڅانګ-میکونګ همکارۍ د بهرنیو چارو وزیرانو د لسمې غونډې مشري وکړي.
د دې غونډې پر مهال به د چين، لاوس او ټايلند د بهرنيو چارو وزيرانو غيررسمي ملاقات هم تر سره شي.
































