چين د اګست په ۱۳مه په جنوبي هاینان ټاپو کې د ونچانګ فضايي مرکز څخه د ځمکې د ټيټ مدار څو نوې سپوږمکۍ په برياليتوب فضا ته استولې دي.
يادې سپوږمکۍ چې د انټرنېټي خدماتو د يوه کنسټيلېشن يا ستوريزټولګې د جوړونکو سپوږمکيو اتمه ډله ده، د بېجينګ پر وخت د ماسپښين په دوو بجو او ۴۳ دیقیو د (Long March 5B) باروړونکي راکيټ په وسيله استول شوې دي.
د سپوږمکيو ياده ډله د وای فای مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د رسولو په برخه کې کارول کيږي.
































